ورزش

د ببرک غازي عالي لېسه د پوهنې جام په نامه د فوټبال سياليو اتله شوه

ګردیز باختر د لړم د میاشتې ۲۲ مه
په پکتيا ولایت کې د پوهنې جام تر نامه لاندې د فوټبال پيل شوې سيالۍ د ببرک غازي عالي لېسې په اتلولې سره پای ته ورسېدې.
د پکتيا د پوهنې رېیس کوچي ځاځي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې دغه سيالۍ د پوهنې رياست له خوا پر لار اچول شوې وې چې ۲۲ لوبډلو په کې برخه اخیستې وه او نږدې يوه میاشت يې دوام وکړ.
ځاځي زیاته کړه چې له يادو سياليو څخه يې هدف د ځوانانو ترمنځ د سالمو سيالیو پر لاره اچول او له نشه يي توکو څخه راګرځول دي.
هغه وویل چې د دغو سياليو په پای کې يوازې ۲ لوبډلو (د غازي ببرک خان عالي لېسې او د شاه ابوالحسن عالي لېسې) د فوټبال لوبډلو پای لوبې ته لاره پيدا کړه، چې د غازي ببرک خان عالي لېسې د شاه ابوالحسن عالي لېسې لوبډلې ته د ۴ پر صفر ماتې ورکولو سره د پیل شويو ساليو اتلولي خپله کړه.
په ورته وخت کې بیا د د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي د ورزشکارانو هڅې وستايلې او ورزشکاران يې د سولې سفيران او اتلان ياد کړل.
هغه له ورزشکارانو څخه هيله وکړه چې د نشه يي توکو د له منځه وړلو او ناوړه کړنو پر وړاندې له دولت سره اوږه په اوږه مبارزه وکړي،څو له ټولنې څخه مو د بدبختيو لمن ټوله شي.
د يادونې وړه چې په پکتيا ولایت کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ په داسې حال کې پای ته رسيږي چې تېره ورځ د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا د اتو لوبډلو ترمنځ د اتل په نامه د والیبال سيالۍ پيل شوې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته