
کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۱۶/۰۸/۱۴۴۴ هـ ق (۵۰۹) ګڼې حکم پر اساس د نيول شويو نشه يي توکو او په کې د کارول شويو وسايلو او تجهيزاتو د تخريب حکم وکړ.
په حکم کې راغلي، چې د شرابو او نورو الکولي مشروباتو، اُمان، پوډر، کوکائين، شيشه او نورو نشه يي توکو پلورونکو او توليدونکو ته دې تعزيري سزا ورکړل شي او ياد توکي او په توليد کې يې کارول شوي وسايل او تجهيزات دې تخريب شي.
د دغه حکم له مخې د کورنيو چارو او عامې روغتیا وزارتونه او استخباراتو عمومي رياست ګډ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې ياد توکي د اړوندې محکمې په حضور په عام محضر کې وسوځوي.