امنیت

د يوه مارکيټ د مالونو د غلا مخه ونيول شوه

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
په هرات ښارکې د يوه مارکيټ د مالونو د غلا له مخنيوي سره جوخت د دغې قضيې په اړوند يوولسو تنه ونيول شول .
د هرات د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې يوې ډلې غلو څو شيبې مخکې د ملي سنټر د بام په سوري کولو سره د دغه مرکز د مالونو د لوټولو نيت درلود.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د وياند د څرګندونوله مخې: له دغې  قضيې وروسته د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې پوليسو جدي تحقيقات او پلټنې پيل کړل چې له امله يې يوولس تنه تورن کسان ونيول شول .
احمدي  دغه راز د شهابي سنټر د سراى دار د نيولو خبر ورکړ او ويې ويل چې غلو ددغه مرکز د مالونو د لوټولو نيت  هم درلود؛ خو بريالي نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته