ټولنه

څه دپاسه درې سوه کورنيو په بلخ کې مرستې ترلاسه کړې

مزارشريف باختردمرغومي دمياشتې ٤نيټه:
په بلخ ولايت کې پرون په څه دپاسه درې سوه اړو کورنيوخوراکي او دسون توکي وويشل شول.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال دخبرله مخې ؛ دغه مرستې دسيدالشهدا خيريه بنسټ له خوا په  مزارشريف ښار کې په څه دپاسه درې سوه اړو او بيوزلو کورنيو وويشل شوې.
د سيدالشهدا د بنسټ مسوول وويل ؛ چې د دغې مرستې د ويشلو هدف د ژمې په موسم کې له اړواوبيوزلوکورنيوسره مرسته ده .                                                       هغو  کورنيو  چې دغه مرستې يې ترلاسه کړي دي  له دولتي او مرسته رسوونکو
بنسټونوڅخه وغوښتل تر څو په دې ژمي او ساړه هوا کې له اړو اوبيوزلو کسانو سره مرسته وکړي .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته