امنیت

دناتو داکمالاتي کاروان دوه تنه ساتونکي ووژل شول

کابل باختردثور دمياشتي١٢ نيټه :

دناټو په اکمالاتي کاروان دوسله والو طالبانو دبريد له امله دکاروان دوه تنه ساتوونکي ووژل  شول او درې تنه نور يي ټپيان شول.

په دي پيښه کې دايساف دځواکونو په تيلو بار دوه ټانکرونه هم سوځول شوي دي.

ددل آرام ولسوال انجينر خداداد باختراژانس ته وويل  دغه کاروان دهلمند دشورابک په  لور روان و  چې دنمشک په سيمه  کې پري بريد وشو.

ده زياته کړه چې دکاروان دساتوونکو اووسله والو طالبانو ترمنځ  دنښتي له امله   دوه تنه ساتونکي ووژل شول او درې تنه نور يي ټپيان  اودتيلو دوه ټانکرونه وسوځيدل .

ديادونې وړ ده چې دنمشک  سيمه دفراه ولايت دبکوا او دنيمروز ولايت ددلارام ولسواليو ترمنځ موقعيت لري او يوه ناامنه سيمه بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته