سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د نشه يي توکو ستونزه يوه نړيواله ناوړه پديده ده

کابل، د تلې٣١ مه، باختر

د ډار اچونې او يا د نشه يي توکو ستونزه يوه سيمه ييزه او نړيواله ستونزه ده، چې بايد په مشارکت او همکارۍ ورسره مبارزه وشي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د ايران د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره  د پاکستان ځانګړي استازي په تهران کې د خپلې کتنې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د سولې او آرامۍ د ټينګښت لپاره له ټولو ظرفيتونو څخه استفاده کوي او ټينګار يې وکړ چې له ډار اچونې او د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاقو سره د مبارزې په لاره کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.

هر هغه يون چې وکولاى شي په افغانستان او سيمه کې د مثبتو بدلونونو لامل شي، دغه هېواد یې هرکلى کوي.

دا چې ګاونډي هېوادونه وايي (په افغانستان کې به د سولې او آرامۍ د ټينګښت لپاره له خپلو ټولو ظرفيتونو څخه استفاده وکړي) د هرکلي وړ خبره ده، خو افغانستان له دې څخه زياته هيله لري لومړى دا چې په افغانستان کې سوله تأمين ده او نور د جګړې لپاره کوم دليل شتون نه لري. که چېرې د ګاونډيو هېوادونو د همکارۍ خبره مطرح وي دغه هېوادونه کولاى شي د ظرفيت جوړولو اقتصادي، تجارتي او ترانزيتي پروګرامونو او بيا رغونې په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې هېڅ ډار اچوونکې ډلې فزيکي شتون نه لري او دا  واقعيت ګاونډيو هېوادونو ته د درک وړ دی او په خپله هم له دغې واقعيت څخه اعتراف کړى دى.

ستونزه په دې کې ده چې د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونه په خپل دليل چې زياتره په سيمه کې د دوى په پلاني پروګرامونو پورې اړه لري په افغانستان کې د ډاراچوونکو د شتون پلمې جوړوي او په افغانستان او يا نورو هېوادونو کې  کوچنۍ خورې ورې تروريستي پېښې سترې ښيي او له هغو څخه د تبليغاتي آلې په توګه استفاده کوي.

بله خبره چې کله ناکله د بهرنيو هېوادونو له لوري طرحه کېږي په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه ده، دا واقعيت دى چې په افغانستان کې د کلونو جګړو له امله په دغه هېواد کې ډېره وده کړې؛ خو د اميرالمؤمنين د وروستي فرمان له مخې په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه د له منځه تلو په حال کې ده او له بله پلوه د نشه يي توکو قاچاق او کاروبار يوازې په افغانستان کې نه خلاصه کېږي، د دغې ناوړې سوداګرۍ اصلي ګټه پرديو ته رسېږي او ناوړه نوم يې افغانستان ته ورکول کېږي په اصل کې دغه ستونزه ځنځيري ده چې مرکز يې د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سيمو کي دي او د دې ترڅنګ د نشه يي توکو ترافيک، ترانزيت او قاچاق د نورو هېوادونو د اتباعو له خوا ترسره کېږي د بېلګې په توګه يوه مياشت وړاندې د هند پوليسو د دغه هېواد په يو بندر کې په زرګونو کيلو ګرامه نشه يي توکي ضبط کړل او يو شمېر کسان يي هم  په دې تور ونيول چې نيول شوي کسان د يو ګاونډي هېواد اتباع دي هغه هېواد چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کاروبار له پلوه اندېښنه لري.

دا ښيي چې د نشه يي توکو ستونزه يوازې په افغانستان پورې اړه نه لري په اصل کې د افغانستان په پته د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق زياتره تبليغاتي جنبه لري او هلې ځلې شوي، چې د سيمې نورې ستونزې د دغې ستونزې تر چتر لاندې پټ کړاى شي او افغانستان يو نا امنه هېواد وښودل شي.

واقعيت دا دى چې په بېلابېلو برخو کې د نشه يي توکو ستونزه د سيمې او نړۍ په کچه د کتنې وړ ده او ټول هېوادونه له دې ناوړې پديدې سره مبارزې ته رابولي او په دې اړه په يو ځانګړي هېواد تور لګول غوره کار نه دى.

د افغانستان د ٤٣ کلونو د بدلونونو په اوږدو کې ګاونډيو هېوادونو مثبت او منفي رول درلود. له دې وروسته افغانستان د دې هيله لري، چې د دغو هېوادونو رول مثبت او رغنده وي.

د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد پوه شي چې سيمه له زياتو توطيو او دسيسو سره لاس او ګرېوان ده په اوسنيو شرايطو کې دغه هېوادونه بايد خپلې ثابتې ګټې محور وګرځوي ځکه د سيمې هېوادونو له همکارۍ پرته دغه جغرافيه به د نورو سياليو او توطيو په سيمه بدله شي چې پايله به يې سياسي، اقتصادي او امنيتي بې ثباتي وي.

ج \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا