کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
د فراه د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو د کميسيون ولايتي دفتر په دغه ولايت کې دجمهوريرياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د رايې ورکولو د شپږ ديرشو مرکزونه د رايو د قرنطين خبر ورکړ.
د فراه ولايت د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون رييس ډاکتر علي احمد نهضت ياردباختر آژانس خبريال ته وويل چې له دې جملې ٢٩ مرکزونه يې د پرچمن په ولسوالۍ او نوريې د خاک سفيد او پشت رود په ولسواليو او د فراه ولايت په مرکز پورې اړه لري.
نهضت يار وويل: ددغو مرکونو رايې له دې امله قرنطين شوې چې په دغو مرکزونوکې دتقلب په باب دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د نوماندانو له خوا شکايتونو موجود و او د کميسيون څيړنې ښيي چې په دغومرکزونوکې تقلب شوى دى.
ده وويل چې د انتخاباتي شکايتونو ولايتي دفتر د دغو شپږ ديرشو مرکزونو لست په کابل کې ددغه کميسيون مرکزي دفتر ته ليږلى دى، خو مرکزي دفتر د ديرشو مرکزونو رايې قرنطين اعلام کړى دى.
دفراه دانتخاباتي شکايتونو د دارالانشا آمر عبدالظاهرکمالزي وويل چې په پرچمن ولسوالۍ کې د رايې ورکولو درې ديرش مرکزونه فعال شوي و.
ده زياته کړه چې د دغې ولسوالۍ د زياتو مرکزونو رايې په دې دليل قرنطين شوې دي چې دانتخاباتو په ورځ د نوماندانو کتوونکى ونه کړاى شول دغې ولسوالۍ ته لاړشي او اوس نوماندان ادعا کوي چې په دغې ولسوالې کې پراخ تقلب شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل