فرهنګ

د تياتر د اتم ملي جشن په وروستۍ ورځ درې نمايشنامې د هنرمندانو له خوا اجرا شوې

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
د تياتر د اتم ملي جشن په دوام نن درې نمايشنامې د هيواد د يوشمېر ولايتونو د تياتر د هنرمندانو له خوا د ملي تياتر په تالارکې اجرا شوې.
دباختر آژانس د خبرله مخې: د ملي تياتر رييس عبدالغفور شريعتي د تياتر ددغه ملي جشن په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې جشن کې په ټوليزه توګه د هيواد له مرکز او ولايتونو څخه ١٧ نمايشنامې انتخابې شوې وې چې له دې جملې څخه د حکم هيئت او د يو زيات شمېر مينه والو او هنرمندانو په شتون درې نمايشنامې نن اجرا شوې او نورې يې د جشن په لومړۍ او دويمه ورځ اجرا شوې دي.
شريعتي زياته کړه چې د هرات له تياتر څخه د کيفر په نامه نمايشنامه، د قندهار له ولايت څخه د ځانمرګي په نامه نمايشنامه او د بلخ له ولايت څخه د جمهور رييس په نامه نمايشنامه نن د دغو ولايتونو د تياتر د هنرمندانو له خوا اجرا شوې.
دغه راز د دغه جشن نمايشنامې د هغه حکم هيئت له خوا چې استاد جلال نوراني، استاد عبدالقادر فرخ، استاد اسدالله تاج زى، ممنون مقصودي او ميرمن لينا علم پکې شامل دي؛ څيړل کيږي او وروسته به اعلان شي چې د کوم ولايت په هنرمندانو پورې اړوند کومه نمايشنامه کوم مقام ګټي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته