سیاست

پخواني جمهور رييس په عراق کې د حسيني اربعين په غمجنوکسانو بريد وغانده

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
د هېواد پخواني جمهور رييس حامدکرزي په عراق کې د حسيني اربعين په غمجنو د داعش د تروريستي ډلې بريد په کلکه وغانده.
د پخواني جمهور رييس دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
حامدکرزي دغه بريد چې له امله يې د اربعين يو شمېر زيارت کوونکي ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول او زياتره يې د ايران اتباع وو؛ يو نه بخښوونکى او له افغانيت څخه لرې عمل وباله او هغه يې د ټولو اسلامي او انساني موازينو او اصولو پرخلاف عمل وباله.
پخواني جمهور رييس زياته کړه چې د داعش د ډلې جنايتونه دا واقعيت په ډاګه کوي چې په افغانستان، عراق او نورو سيموکې د داعش پروژه د اسلام دمبين دين د بدنامولو او د مسلمانانو ترمنځ دنفاق درامنځته کولو لپاره جوړه شوې ده.
حامدکرزي د دغې زړه بوږنوونکې پيښې شهيدانوته د الله (ج) له دربارڅخه د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته د بيا روغتيا هيله وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته