اقتصاد

دپل علم ښاروالۍ دوسايطو تم ځاى پرانستل شو.

 

پل علم باختردچنګاښ دمياشتي١٩:

دپل علم دښاروالۍ دوسايطو تم ځاى پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دپل علم ښاروال احمدالفت باختراژانس ته وويل  دغه تم ځاى  دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيايي پروګرام په مالي مرسته ددوه سوه نولسو زروامريکايي ډالروپه لګښت ددرې زره مربع متره ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى.

دپل علم ښاروال زياته کړه په دې تم ځاى کې دوه سوه موټرونه ځاييږي اومخکې دتم ځاى دنشتوالي له امله له سختو ستونزوسره مخامخ وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته