ټولنه

دملي دفاع وزارت دوسايطو په تمځاى کې دګازو يو بالون وچاوديد .

کابل باختردسلواغې  درې ويشتمه :
دملي دفاع وزارت  دوسايطو په تمځاى کې دګازو يو بالون وچاوديد
دملي دفاع وزارت ديوه خبرپاڼې په خپرولو سره ددغه وزارت دوسايطو  په تمځاى کې  دګازو ديو بالون دچاودنې  خبر ورکړى دى .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، نن سهار  دملي دفاع وزارت دوسايطو په تمځاى کې  چاودنه وشوه  چې لومړى  فکر کيده چې دغه چاودنه دچسپکي ماين دچاودنې زيږنده  ده  چې دافغانستان دخلکو ددښمنانو له خوا  دملي اردو په يو رنجر موټر کې لګول شوى وى  .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي  چې دملي اردو دانجنيري دټيم څيړنې له ساحې څخه ښيي چې  دغه چاودنه  دګازو دبالون دچاودنې له امله  رامنځته شوې وه چې موټرچلوونکي  دځان دتودولو لپاره  له هغه څخه استفاده کوله .
ددغې چاودنې له امله دسرزيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته