امنیت

دسمنګانو په مرکز ايبک ښار کې چاودنه وشوه

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
د سمنګانو  په  مرکز ايبکوښار کې نن له غرمې مخکې چاودنه وشوه .
عيني شاهدان وايي  چې له چاودنې وروسته د ډزو غږ هم د پېښې  له سيمې څخه  اورېدل کېدل.
د سمنګانو  د ولايتي  شورا رييس راز محمد موحد وويل:  چاودنه د  ملي امنيت  او څارنوالى  ودانيو ته څېرمه  شوې ده چې تراوسه پورې د چاودنې ډول او د سر زيان څرګند نه دى .
خوعيني شاهدانو وويل: دغه چاودنه د يوموټر بم زېږنده وه اوښايي چې  د سرزيان ولري .
دخبر جزئيات وروسته خپرېږي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته