فرهنګ

د نصرالله حافظ د علمي سمينار د جوړولو د کاري کمېټې لومړنۍ غونډه جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
د هېواد د مشهور شاعر، ليکوال او خبريال استاد نصرالله حافظ د علمي او تحقيقي سمينار د کاري کمېټې لومړنۍ غونډه نن جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې جوړه شوه او د علومو اکاډمۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو او د سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونو استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکاران، د پوهنتون استادان او د استاد نصرالله حافظ د کورنۍ غړي په کې حاضر وو؛ د استاد نصرالله حافظ د شخصیت د اړخونو او د هغه د علمي، تحقيقي، فرهنګي او هنري کارنامو په اړه خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د دغه شخصيت د آثارو، مقالو او علمي ټولګو په اړه هم بحث وشو او پرېکړه شوه چې د هغه ټول آثار او مقالې راټولې شي او د اطلاعاتو او فرهنګ او د سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونه یې درې آثار چاپ کړي او همدارنګه د سمينار د جوړولو نېټه د روان کال په لړم مياشت کې وټاکل شوه.
ختم- شکريه- ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا