Uncategorized

د بلخ خلک: د کمال خان بند جوړول په نيمروز کې د اقتصادي پرمختيا پيلامه ده

کابل / د کب ۲۱ مه / باختر
د بلخ خلک وايي چې د کمال خان بند جوړول په نيمروز کې د اقتصادي پرمختيا او د کرنيزو توليداتو د زياتوالي پېلامه ده.
د بلخ د ښوونکو د روزنې استاد نجيب الله يوسفي د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې د دې ترڅنګ چې د هېواد په کچه په تېره بيا د کمال خان بند په جوړولو کې د دولت هلې ځلې وستايلې، ویي ويل چې د دغه بند پرانیستل کولاى شي د هېواد د لوېديځ په تېره بيا نيمروز خلکو ته د اقتصادي پرمختيا او د زراعتي محصولاتو د زياتوالي په برخه کې ګټور وي.
د بلخ پوهنتون د کرنې پوهنځي فارغ التحصیل ذبيح الله نېکزاد د کمال خان بند جوړول په نيمروز کې د کرنې د پرمختيا لپاره د بزګرانو لپاره ستر برياليتوب وباله چې د کمال خان بند له اوبو څخه په استفادې سره زياتې زراعتي ځمکې خړوبېږي او په دغه ولايت کې کرنيز حاصلات زياتېږي.
دغه راز د مزارشريف ښار اوسېدونکي فاروق عمر د هلمند سيند د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي لپاره د کمال خان بند جوړول ضروري اقدام وباله او ويې ويل چې اوس د دغه بند په جوړولو سره د هلمند سيند اوبه د افغانستان د خلکو تر ادارې لاندې نيول کېږي او له دغو اوبو څخه د هېواد په اقتصادي او زراعتي پرمختګ کې استفاده کېږي.
ټاکل شوې ده د کمال خان بند په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته