امنیت

په قندهار کې د ځانمرګى بريد له امله د دوو تنو ملکي وګړو ټپي کيدل

کابل -باختر دثور اوومه :
په قندهار ولايت کې د يو ځانمرګى بريد له امله يوه ښځه او يو ماشوم ټپي شول . دغه پيښه نن غرمه په دولسو بجو او شلو دقيقو د سپين بولدک دسرحدي ولسوالۍ د ويش په تم ځاى کې هغه وخت رامنځته شوه چې امنيتي مامورينو افغانستان ته يوه نوى وارد شوى ځانمرګى يرغلګر ته دتم کيدو لارښوونه وکړه .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق باخترآژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى يرغلګر په ده د مامورينو دګولۍ له لګيدو وروسته ځانوچاوه .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان وايي چې په دې ځانمرګى پيښه کې يوه ښځه اويو ماشوم ټپيان شوي دي.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې ددغه ځانمرګى يرغلګر د بريد هدف څوک و؟
جنرال عبدالرزاق د پيښې دڅيړنې د پيل خبر ورکړ. له بلې خوا د قندهار په سپين بولدک کې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب  وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته