امنیت

دځانمرګو بريدونو يو پلان جوړونکى په بغلان کې ونيول شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو له ځانمرګو بريدونو يو پلان جوړونکى پرون له دوو ځانمرګو واسکټونو سره په بغلان ولايت کې ونيوه.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: نيول شوى ځانمرګى امير محمد نوميږي او غوښتل يې چې دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دمرکزي بغلان ولسوالۍ ته د نومول شوي ولسوال مولوي لعل په لارښوونه په پلخمرى ښار کې په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي . خو ده د تروريستي پروګرام له عملي کيدو مخکې د ملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا له يوې زياتې اندازې چاوديدونکو توکو سره دپلخمري ښار په مربوطاتو ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته