خبرونهاقتصاد

د نغلو بند د اوبو ارتفاع لوړه شوې ده

کابل، د زمري ۳ مه، باختر
د کابل د سروبي ولسوالۍ د نغلو بند مسوولین وايي چې په هېواد کې له وروستیو اورښتونو سره په دغه بند کې کافي اوبه جمع شوي دي.
د یاد بند مسؤل ویلي چې د سروبي ولسوالۍ د نغلو بند د اوبو ارتفاع پوره ده او د اوبو د زیاتوالي له امله یې په دروازو اوبه اوړي.
سرچینه زیاتوي چې د بند د پاکوالي لپاره یې اوبه پار چاو کړې، خو په خبره یې دغه چاره به د برېښنا په تولید کوم اغېز ونه کړي.
د نغلو بند ځايي مسوولین وایي چې د دغه بند څلور واړه توربینونه فعال دي او سل مېګا واټه برېښنا تولیدوي.
د بند مسؤل ویلي چې له بنده ۵۰۰ متره معکب اوبه روانې دي چې امکان لري د دغه سیند پر غاړه خلکو ته ستونزې جوړې کړي.
هغه له خلکو غوښتي چې تر دوو ورځو پورې د سیند له غاړې خپل څاروي، ماشومان او د کورنۍ نور غړي لرې کړي چې کوم چا ته ستونزه جوړه نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو اورښتونو سېلابونو د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا