امنیت

په نيمروز کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ددوو تنو وژل کيدل .

کابل باختر د لړم  دولسمه :
يوه ښځه له خپل کوچنى ماشوم سره په زرنج ښار کې په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شوه .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دترافيکو مدير حاجي زرين باختراژانس ته وويل چې دغه پيښه  نن سهار دزرنج ښار دشپږ کيلومتري ته څيرمه دداکو دشګو په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو پيکپ   موټر له واټ څخه ووت او چپه شو چې له امله يې يوه ښځه  له خپل درې کلن  ماشوم سره ووژل شوه او ميړه يې سخت ټپى شو .
دنيمروز دترافيکو مدير ددغې پيښې علت دچلوونکي  چټکتيا اودترافيکي قانون دنه رعايتول وباله .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته