خبرونهاقتصادTOP

د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو استازو خپلې ستونزې د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره شریکې کړې

 کابل، د لیندۍ  ۱۶مه، باختر

د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو یو شمېر استازو، د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې، د شرکتونو استازو د نفرایټ ډبرو د استخراج څرنګوالي په اړه شیخ الحدیث دلاور ته معلومات وړاندې کړل.

هغوی دغه راز د کان کېندنې د ښه والي په برخه کې، خپلې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه له سرپرست وزیر سره شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د یادو استازو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړی چې ستونزو ته به يې د رسیدنې په برخه کې همکاري وکړي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا