ورزش

دپامير دفوټبال ټيم دپروان دلوبو اتل شو

کابل- باختر دتلې شپږويشتمه
دپامير دفوټبال ټيم دپروان د دولتي جام دفوټبال دسياليو اتل شو.
په وروستۍ لوبه کې دپامير دځوانانو دفوټبال ټيم د دوو په مقابل کې په څلورو سره دلغمان داتحاد په ټيم بريالي شو. او د اتلولي جام يې وګاته.
دپروان ولايت ورزشي آمر سيد حسام الدين باختر آژانس ته وويل دغه سيالۍ د دوستي دجام په نامه ددغه ولايت دفوټبال  دولسو ټيمونو ترمنځ دبګرام په ورزشي ډګر کې دليګ په سيستم پيل شوي وي
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو سياليو کې دغه راز دلغمان داتحاد ټيم دويم مقام او دبګرام ولسوالۍ دمجاهدينو دشورا دفوټبال ټيم دريم مقام وګاټه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته