امنیت

ديارلس کسان د هېواد له پنځو ولايتونو څخه ونيول شول

– کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
ديارلس کسان د وژنې  او وسله والې غلا په اړوند د هېواد له پنځو  ولايتونو څخه  ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت په هغه خبرپاڼه  کې چې نن خپره شوه ويلي دي، د جوزجان، باميان، پروان ، بلخ او د کونړ امنيې قوماندانۍ منسوبانو په جلاجلا عملياتو کې ١٣
کسان د وژنې ، وسله والي غلا په تور د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ونيول چې له دې جملې څخه پنځه کسان يې د وژنې او ټپي کولو په تور د جوزجان له مرکز څخه ، د وسايطو درې غله او د مبايل يوغل د چاريکارو ښار مرکز د دويمې ناحيې  له مربوطاتو څخه، د مبايل يو حرفوي غل د مزارشريف ښار له پنځمې ناحيې څخه او د وسايطو بل غل له کونړ څخه نيول شوي دي .
دغه راز د باميانو د امنيې قوماندانۍ د پوليسو په عملياتو کې يو غل له  دغو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو او دوه  نوريې ونيول شول.
وسله والو غلو نيت  درلود  د صرافۍ يو دوکان لوټ کړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته