
کابل، د غوایي ٢٩مه، باختر
د نیمروز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کتلوي معافیت د غونډو تالار ٧٠ زره ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد تالار د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت آمر حافظ مطيع الله منيب وویل، چې د کتلوي معافيت د غونډو تالار د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ٧٠ زره ډالر په لګښت په دوو پوړونو کې جوړ شوی، چې دوې خونې، یو پخلنځی او یو د غونډو تالار لري.
منیب زياته کړه، چې د دغه تالار د رغولو چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شوې، چې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د کتلوي معافيت کارکوونکو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
لمر