خبرونهاقتصاد

په جوزجان کې ټولګټې پروژې پلي کېږي

 کابل، د چنګاښ ۲ مه، باختر

د جوزجان ولايت د قرقين ولسوال قاري حبيب الله “محسن” پرون د افغانستان شمال زون لپاره د يوناما د دفتر له مسوول سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د يوناما د دفتر استازې سوکي کوک پرون د جوزجان د قرقين له ولسوال قاري حبيب الله محسن سره په کتنه کې د قرقين ولسوالۍ د خلکو لپاره د ټولګټو پروژو او د بشردوستانه مرستو په تطبیقولو ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې د قرقين ولسوال د نيمګړو رغنيزو پروژو له امله د دينار کلي روغتيايي کلينيک، د امو سیند د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي په موخه د امو سیند د ساحلي تحکیماتو جوړول، د قرقین د پوهنې رياست په تشکیل کې د ښوونکو کمښت، زده کوونکو ته د څښاک د پاکو اوبو نشتوالى، د شمال زون لپاره د یوناما دفتر مسوول د قرقین ولسوالۍ د کلفت د بندر د بیارغونې او د نوي کانال د کیندلو او جوړولو په اړه معلومات ورکړل.

له بلې خوا د قرقین ولسوالۍ امنیتي مسوولینو د افغانستان په شمال زون کې د یوناما دفتر مسوول ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په دې ولسوالۍ کې هیڅ ډول امنیتي ګواښ شتون نه لري، او مرستندوی دفترونه کولای شي د سیمې هرې برخې ته په خوندي ډول تګ راتګ وکړي. او ټولګتې پروژې پلې کړي.

د افغانستان د شمال زون لپاره د یوناما د دفتر مسوول د دغې ولسوالۍ له خلکو سره ژمنه وکړه چې د ټولګټو پروژو په پلي کولو کې به همکاري وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته