ټولنه

ملګرو ملتونه ځوانانو ته دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې دځوانانو له معينيت سره مرسته کوي .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
يو ، ان ، دي ، اف  ، هي  يا دملګروملتو دسازمان  روغتيايي څانګه ځوانانو ته دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو له معينيت سره همکاري کوي .
دباختراژانس  دخبر له مخې، دغه مسئله په هغې کتنه کې چې پرون داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسرپرست ډاکتر کمال سادات  او په کابل کې دملګروملتو دسازمان دنمايندګۍ دروغتيايي برخې دمسوول عبدالصبور مومند ترمنځ وشوه، وڅيړل شوه .
دواړو لورو موافقه وکړه چې  ځوانانو ته دروغتيايي  مرستو دوړاندې کولو پروګرام پراختيا ومومي همدا اوس دغه پروګرام دکابل ښار ددشت برچي په ساحه کې په عملي توګه په کار پيل کړى دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات  وايي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې  به   ددغه پروګرام  پراختيايي برخه به په مکروريانونوکې هم په کار پيل  وکړي .
دتخار ، بلخ ،  هرات ، ننګرهار او دقندهار ولايتونه هم زموږ په پراختيايي پروګرام کې شامل دي .
له دغه پروګرام  سره سم ځوانان خپلې روغتيايي او خصوصي  ستونزې له اړوندو ماهرانو سره طرحه کوي او په همدې موخه ښځينه ناروغانو ته ښځينه  ډاکترانې او نارينه ناروغانو  ته نارينه ډاکتران په پام کې  نيول شوي دي  او هغه کسان چې درملنې ته اړتيا لري روغتونونو ته به معرفي شي او هغه کسان چې دروغتيايي سلامشورو ترلاسه کولو ته اړتيا لري دغه شان سلامشورې به ترلاسه کړي .
دغه پروګرام داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت دځوانانو معينيت په نوښت جوړ شوى دى چې په کابل کې دملګروملتو دسازمان دادارې او دعامې روغتيا وزارت له خوا يې ملاتړ کيږي .
دغه راز په همدې موخه  ١٢٠ شميره تيلفون  چمتو شوى دى چې ځوانان کولاي شي  دتيلفون له لارې هم خپلې ستونزې له روغتيايي متخصصينو سره طرحه کړي .
دغه تيلفون محفوظ او ډاډمن دى .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي چې دملګروملتو سازمان له دغه پروګرام سره همکاري ته چمتو دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته