فرهنګ

درسنيو دستايلو په خاطر يوه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دوري  يو ديرشمه :
دهېواد دسياسي متحدو ګوندونو ، ټولنيزوسازمانونو او دمدني ټولنې دبنسټونو و دملي سمون دکميسيون له خوا درسنيو دکړنو دستايلو په خاطر  نن يوه غونډه وشوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې :دغه غونډه درسنيو دکړو وړو دساتنې اودافغانستان درسنيو دستاينې دکال په نامه د ١٣٩٥ کال دنومولو په خاطر داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړه شوه .
په دې غونډه کې دسياسي  متحدو ګوندونو ، ټولنيزو سازمانونو او دمدني ټولنې دبنسټونو ، دملي سمون  دکميسيون رييس محمد ابراهيم رحيمي خبرې وکړې او ويې ويل:  رسنيو په څه دپاسه دريو لسيزو کې  دزبر ځواکو ، مافيا او ظالمانو په وړاندې مبارزه کړې ده او دپردې تر څټ واقعيتونه  په ډاګه کړي دي .  اودمظلومانو غږ يې درسنيو له لارې نړيوالې ټولنې ته رسولى دى .
  ده زياته کړه: درسنيو داداري فساد ، بې کفايتي او دبې امنيتي  پرضد او دزبرځواکو په وړاندې مبارزه کړې ده .
ده څرګنده کړه چې په همدې موخه دغه کميسيون لازمه وبلله چې ١٣٩٥ کال دافغانستان درسنيو دستاينې دکال په نامه ونوموي او زما په نظر دبې عدالتي ،  ظلم  او فساد په وړاندې  ډير ستر جهاد  رسنيو ترسره کړى دى  چې ملت ددغو ټولو شاهد دى او په  رسنيو وياړي .
دغه په دې غونډه کې دپارلمان غړي  نذير احمد احمدزي ، سيد قريب الله ، سيد اعظم اعظمي ،  مرضيې هاشمي ،  دافغانستان دخلکو داعتماد ګوند رييس محمد امين محمدي ، ډاکتر محمد باقر سعيد او شفيق  الله  عظيمي په وار سره خبرې  وکړې او ددې تر څنګ يې چې په کابل کې نننى  ځانمرګى بريد يې وغانده  شهيدانو ته يې دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دفردوس جنت او ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله وکړه .
  دوى دهېواد درسنيو او خبريالانو هغه کړنې چې په وروستيو کلونو کې ښه ځليدلي دي او دواقعيتونو اوبې  عدالتيو ، دمظلومو  خلکو دغږ دپورته کولو ، له فساد سره دمبارزې او سولې او امنيت ته درسيدو په خاطر يې قرباني ورکړي دي  ، قدرداني  وکړه .
دغه راز درسنيو له مسوولينو اوکارکوونکو څخه يې وغوښتل چې دهېواد دحالت په پام کې نيولو سره په خبر رسولو کې دهېواد ملي ګټې  او پيوستون په پا م کې ونيسي او دملي ګټو ضد خبرونه خپاره نه کړي .
ددغې غونډې په پاى کې دمسوولينو له خوا درسنيو يوشمير استازو او دپارلمان وکيلانو ته دستاينې لوحې ورکړل شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته