ورزش

افغانستان په هالند بريالي شو

کابل باختردکب دمياشتې ٢٤ :

دافغانستان دکرکټ ټيم نن دهالند دکرکټ ټيم ته ماتي ورکړه .

دباختراژانس دخبرله مخې  دافغانستان دکرکټ ټيم په خپله دويمه لوبه کې  وکولاي شول  دهالند دکرکټ ملي ټيم ته دڅلورو ويکټوسره ددوبي په نړيوال لوبغالې کې ماتي ورکړي .

پرون هم په شل آوريزو سياليو کې دپاپوينو ګيني دکرکټ ټيم ته ماتې ورکړې وه.

په دغو سياليو کې  دنړۍ دڅوارلسو هيوادونو دکرکټ ټيمونو گډون کړي دي که چيري افغانستان وکولاي شي دغه راز دنمارک  ، کاناډا ، نيپال ، هانکانګ  اوبرموداټيموته ماتې ورکړي دنړي دشل آوريزو سياليو دجام فاينل  لوبه ته به لاره ومومي .

دکرکټ دنړيوال جام سيالۍ به سريلانکا کې ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته