خبرونهTOPټولنهښوونه او روزنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، سلګونو کسانو ته د حرفوي زده کړو پروګرام پیل کړ

کابل، د مرغومي ۲۴مه، باختر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د آغا خان بنسټ او روپاني مؤسسې په همکارۍ، نن د هېواد په څلورو ولایتونو کې سلګونو کسانو ته د لنډمهاله حرفوي کورسونو پرانیسته وکړه.

باختر آژانس ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په کابل کې د یاد پروګرام په پرانیست‌غونډې کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر مقام رئیس استاد مطیع الله هدایت، د لنډمهاله حرفوي کورسونو په اړه معلومات ورکړي او په دې برخه کې یې د آغا خان بنسټ او روپاني مؤسسې د همکاریو مننه کړې ده.

د تعلیمي چارو عمومي رئيس مولوي مبشر آغا هم په خپلو خبرو کې ویلي دي: د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د حرفوي او مسلکي زده کړو په ورکولو سره ځوانانو ته د کار موندلو زمينه برابروي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین عمر آخندزاده، د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر ترلاسه کولو او ملاتړ ټینګار کړی او عصري علوم او مسلکي زده کړې یې د ټولنې د پرمختګ لامل بللی دی.

د یادونې وړ ده چې لنډمهاله حرفوي کورسونه به په کابل، بامیانو، دایکنډي او بغلان کې پیل شي چې ۱۳۹۳ تنه به پکې زده کړې وکړي.

په دغو کورسونو کې به ګډونوالو ته د چرګانو د ساتنې، د برېښنایی وسایلو او موټرو د ترمیم، د موټرسایکلو د ترمیم، خیاطۍ، لاسي ګنډلو، د مېوو او سبزیجاتو د پروسس، غالۍ اوبدلو، د مچیو د پالنې، ترکاڼۍ او کمپیوټر په اړه معلومات وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته