کابل باختر د سلواغې دريمه :
په هرات ولايت کې دفوټبال دحذفي جام سيالي نن په يوې لوبې سره دوام مومي .
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دازادي او دهري ټيمونه لوبه کوي .
دنوروزي دڅرګندونوله مخې :په هرات کې دفوټبال د حذفي جام سيالۍ دديرشو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي اوپه پرونۍ لوبه کې دکوثر او دافغان ټيمونو لوبه ددريو په وړاندې په دريو سره برابره پاى ته ورسوله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ