فرهنګ

دتمثيل دهنر په برخه کې دپاليسي جوړولو په خاطر غونډه وشوه .

کابل  باختر د زمري  نهمه :
دتمثيل  هنر ( سينما _ تياتر )  په برخه کې دپاليسي جوړولوپه مقصد نن  داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې يوه  مقدماتي غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه غونډه له فرهنګي بنسټونو او مدني ټولنې سره دارتباطاتو  په چارو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکار ډاکتر طارق رشاد او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معينيت دسلاکار  هادي الرحمن هادي او دفرهنګي بنستونو ، دتمثيل  دهنر ( سينما_ تياتر ) دچارواکو استازو او ددغه وزارت د فرهنګي څانګو درييسانو په ګډون جوړه شوه .
  په دې غونډه کې ډاکتر طارق  رشاد څرګنده کړه چې دغه مقدماتي  غونډه دتمثيل هنر په برخه کې دپاليسي جوړولو په خاطر چې دسينما او تياتر هنرونه پکې شامليږي  ، جوړه شوې ده او برخه وال ددغه جوړښت دڅرنګوالي او دسينما او تياتر دقانونمندو فعاليتونو دتنظيم په برخه کې خپلې غوښتنې ، نظريې  او پيشنهادونه وړاندې کوي . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتقنين او پاليسۍ دچارو سلاکار دلاور نذير زوى  هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او ويې ويل چې دتمثيلي  هنرونو دچارو دلاښه تنظيم او ددولت له خوا په دې لاره کې دزيات ملاتړ په مقصد ، دجلا تقنيني  سند طرحې ته چې دقانون په کچه وي  اړتيا ده چې دمسلکي هيئت له خوا تدوين شي او له نظر غوښتنې  وروسته دبشپړتيايي طرحې پړاونه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا ووهل شي .
په دې غونډه کې برخه والو هم دتمثيلي  هنرونو ( سينما_ تياتر ) لپاره دپاليسي  جوړولو په اړوند خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او په دغو برخو کې دفعاليت دقانونمند کيدو په خاطر ټينګار وکړ .
دغونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې دسينما او تياتر په برخو کې  جلا جلا ډلې دې په راتلونکو غونډو کې دتمثيلي  هنر په برخه کې ديوه  پاليسي جوړونکي ساختار په اړوند خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړي او په پاى کې دې دغونډو نتيجې دمسلکي  اشخاصو او دتميلي هنر د کارکوونکو په ګډون په يو پراخه غونډه کې دتمثيلي  هنرونو دقانونمند فعاليت دتنظيم په لاره کې دپاليسي  جوړولو په برخه کې وروستۍ پريکړې وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته