امنیت

د هلمند د اقتصاد ریاست په آډانه کې ۳۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل / د کب ۲۷مه / باختر
د هلمند د اقتصاد رییس وايي چې تېر مالي کال یې په دغه ولایت کې ۳۷ پروژې پلې کړې، د ۲۵ نورو چارې دوام لري او د دوو نورو د رغېدو چارې راتلونکي کال ته وځنډېدې.
د اقتصاد رییس نیازمحمد فرید د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال سره په مرکه کې ویلي دي چې په دغه ریاست سربېره دولتي او غیر دولتي موسسې هم په هلمند کې فعالیت کوي چې دوی هم ۱۱۶ پروژې ترلاس لاندې لري.
فرید زیاتوي چې په ۱۴۰۰ کال کې هم ۵۴ پرمختیايي پروژې لري چې په نږدې راتلونکي کې به یې د پلي کېدو چارې پيل شي.
فرید وايي چې د ځنيو پروژو د نه تطبیق لاملونه د بودجې کمښت او د ولایتي پرمختیایي پلان نیمګړتیاوې دي، په خبره یې که یادې ستونزې حل اوارې شي د مرکز سربېره به په ولسوالیو کې هم پروژې پلې شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته