ټولنه

کابل دايکنډي لويه لاره دترافيکو پرمخ وتړل شوه .

کابل باختر د کب پنځمه :
  دقناق دغاښې  په تګلورې  کې دکابل _ دايکنډي  لويه لاره له تيرې شپې راپديخوا  دواورې داورښت له امله دترافيکو  پرمخ تړل شوې ده . 
ددايکنډي  ولايت دفوايد عامې درياست سرپرست عزيز موحدي  دباختراژانس له خبريال سره په تيلفوني  اړيکه کې وويل دقناق غاښې چې دپنځو ولسواليو اشترلي ، سنګ تخت ، خدير ،  ديتي اوګجران  له يوې بلې سره نښلوي د ترافيکو پرمخ تړل شوي دي .
  يوه اړونده خبرځاى  وويل  دفوايد عامې رياست دکار دقواوو ځواکونو له نن سهار څخه دپاکولو کار پيل کړى دى اوښايي چې تر نن ماښام  پورې دغه غاښې دترافيکو  پرمخ پرانستل شي .
ويل کيږي چې په دغو ساحو کې همدااوس دواورې  اورښت دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته