
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د ننکرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې یې د دولتي ځمکو د املاکو له لارې ۹ میلیونه، ۴۸۴ زره او ۱۶۲ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول جبارخېل باختر آژانس ته وويل، چې د تېرو ۵ میاشتو په موده کې دولتي ځمکو د املاکو له لارې یې ۹ میلیونه، ۴۸۴ زره او ۱۶۲ افغانۍ عواید راټول او دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ادارو کې د فساد مخه نیول شوې، چې ورسره د ادارو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.
لمر