امنیت

په سمنګانوکې د امنيتي ارګانونو د کابو ٤٠ تنومنسوبنو ستايل

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٥ :
د سمنګانو ولايت د امنيتي ارګانونو کابو څلويښت تنه منسوبين چې د امنيت  په تامينولو او د خپلو ورځنيو دندو په ترسره کولوکې يې وړتيا ښودلې وه؛ د مشرانو جرګې له خوا وستايل شول.
په مشرانو جرګه کې د سمنګانو ولايت د خلکو استازي سيدصفي الله هاشمي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني له لارښوونې سره سم او دغه راز د ملي شورا د مشرانو جرګې د پروګرام له مخې د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت هغه منسوبين  چې د دغه ولايت د امنيت په تامينولو او د خپلو ورځنيو دندو په ترسره کولوکې وړتيا ښودلې وه، د مشرانو جرګې له خوا د ستاين ليکونو په ويشلو سره وستايل شول.
ښاغلي هاشمي زياته کړه چې دغه بهير وروسته هم دوام کوي چې د امنيتي ارګانونو هغه نور منسوبين چې ښې کړنې ولري، فعاليت يې اغيزمن وي، وستايل شي .
په همدې حال کې د دريو ارګانونو ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت منسوبين ډاډ ورکوي چې د خلکوپه همکارۍ او د امنيتي ځواکونو ترمنځ په ګډو هڅو سره هلې ځلې کوي چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او دخلکو امنيت تامين او هېوادوالو ته د سوله ييز ژوندانه شرايط برابر شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته