ټولنه

په کندز کې له زرو کورنیو سره د مرستو د ویش لړۍ پیل شوه

کابل/ د مرغومي ٩ مه / باختر:
په کندز کې پر زرو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو د وېش لړۍ پرون پيل شوه.
د کندز ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس مولوي شفيع الله جواد د باختر اژانس خبريال ته وويل؛ دغه رياست د چين په همکارۍ د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر زرو اړو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وېشي.
جواد د چین هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دغه مرسته به په شفاف ډول پر مستحقو او اړو کورنیو وویشل شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته