روغتیا

دعامې روغتيا وزير د دهمزنګ د پيښې د ټپيانو د درملنې لپاره د لازم تياري ډاډ ورکړ

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز پرون د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د دهمزنګ د پيښې د ټپيانو د درملنې لپاره د دغه وزارت او د مرکز د روغتونونو د لازمو هڅو او تياري ډاډ ورکړ.
د عامي روغتيا وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د عامې روغتيا وزير د دهمزنګ ډار اچوونکى بريد د انسانيت او د مدني ارزښتونو په وړاندې يو وحشيانه عمل وباله او د لوى خداى (ج) له دربار څخه يې شهيدان ته د فردوس جنت، پاتې کسانو ته يې د جميل صبر او ټپيانو د سملاسي روغتيا هيله وکړه .
د عامې روغتيا وزير د امنيتي او طبيعي پيښو د ټپيانو علاج او درملنه ددغه وزارت اساسي دندې وبللې او زياته يې کړه چې دغه وزارت د احتمالي پيښو د ټپيانو د ليږدونې او درملنې لپاره مخکې له مخکې ټول تدابير ترلاس لاندې لري.
ده زياته کړه: د دغې پيښې د ټپيانو د ليږدونې او درملنې لپاره د مرکز په روغتونونوکې تشې بسترې، لازم درمل او کافي پرسونل چمتو کړي وو او په دې لاره کې موږ له کومې ستونزې سره مخامخ شوي نه يو. دغه راز کابل امبولانس له موظفو روغتيايي کارکوونکو سره يې په خپل وخت د ټپيانو په ليږدونه کې لازم اقدامات وکړل چې د روغتونونو له ټولو مسوولينو او د کابل امبولانس له ډاکترانو او کارکوونکو څخه قدرداني کوم.
د يادونې وړده چې د کابل ښار د دهمزنګ په ساحه کې د شنبې د ورځې د پيښې له امله ٣٠٥ تنه ټپيان او ٦٠ تنه شهيدان د مرکز روغتونونو ته وليږدول شول او ټول قربانيان ملکي وګړي وو چې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې وې .
د ٣٠٥ تنو ټپيانو له جملې څخه چې روغتونونو ته ليږدول شوي دي؛ ٢١٨ تنه يې له علاج او درملنې وروسته رخصت شوي او ٨٧ تنه تر اوسه پورې بستر او تر درملنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته