شبرغان باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
د جوزجان ولايت خبريالانو ته نن روزنيزه کارګاه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه کارګاه د افغان خبريالانو د خونديتوب دکميټې له خوا د خبريالانو د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر په جوزجان ولايت کې جوړه شوې وه .
په دې کارګاه کې د دولتي او خصوصي رسنيو خبريالانو په دريو ورځوکې د خبريالۍ د مسووليتونو، له جنګي ساحو څخه د خبر د برابرولو، د خبر د څرنګوالي، د تاوتريخوالي د مواردو، له ماموريت څخه مخکې د تياريو او لومړنۍ روغتيايي مرستې په عملي او نظري ډول زده کړې.
1 د یوې دقیقې څخه لږ