خبرونهنړۍ

تر ټولو اوږدې ټاکنې؛ نریندرا مودي د ۴۰۰ څوکیو د ګټلو تمه لري

نړۍ، د وري ۲۹مه، بهرنۍ رسنۍ

ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ د اپرېل ۱۹ مه نېټه هند عمومي پارلماني ټاکنې پیل شي چې د کابو ۴۲ ورځو لپاره به د جون د میاشتې تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.

دغه ټاکنې چې د نړۍ اوږدې هغه بلل کیږي، نږدې ۹۷۰ میلیونه هندیان په کې رایه اچونه کوي او له لارې د پارلمان ۵۴۳ تنه استازي ټاکي.

دغه راز د دغو ټاکنو له لارې لومړی وزیر هم ټاکل کیږي، چې اوسنی لومړی وزیر نریندرا مودي یو ځل بیا مبارزې ته ولاړ دی او نظر پوښتنې ښيي، چې نوموړی د بهاراتیا جاناتا ګوند په استازیتوب د نورو ګوندونو له نوماندانو مخکښ دی.

مودي تمه ښودلې، چې ګوند به یې په دغو ټاکنو کې تر ټولو ډېر ۴۰۰ پارلماني ځوکۍ وګټي.

ټاکنو ته ځانګړي امنیتي تیاری نیول شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته