ورزش

په لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ په وياړ د ورزشي نندارې جوړول

پل علم / باختر د زمري٢٦مه
د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د لوګر يوه پهلوان په دوو په زړه پورې نندارو سره نن د پل علم د سلګونو اوسيدونکو په وړاندې خپل بدني قدرت نندارې ته وړاندې کړ.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، په دې ننداره کې پهلوان تاج محمد دوه سراچه موټرونه  د خپلې خولې په واسطه څومتره کش کړل او يو تراکتور هم دهغه  په ټټر باندې تېر کړاى شو.
پهلوان شاه محمد وايي چې د سولې او د هېواد د خپلواکۍ په خاطر يې د خلکو لپاره دغه نمايشات اجرا کړل.
پهلوان شاه محمد  او د هغه زوى تاج محمد د لوګر دوه مشهور پهلوانان دي چې د هېواد په کچه يې په ازادو او په زړپورې نمايشاتو سره خلک حيران کړي دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه پروګرام د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ جوړ شوى څو د ورزشي نمايشاتو له لارې د پيوستون، سولې  او ټيکاو پيغام د جګړې  ښکيلو لورو ته ورسېږي .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته