کابلباختر د وري د مياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، پرون له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې دافغانستان لپاره دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتودسازمان د عالي کمیسارۍ له نوي استازي فتحیه عبدالله سره، د پېژندګلوی کتنه وکړه .
دبهرنيوچارووزارت دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په بهر کې د افغانستان مهاجرینو ، بیرته راستنیدونکو او همدغه راز کورنیو بیځایه شویو لپاره دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتودسازمان د عالي کمیساری له فعالیتونو او همکاریو څخه د مننې په څرګندولو سره وویل :« دې ته پاملرنه چې افغانستان تر ټولو زیات مهاجر او بېځایه شوي لري ، د ملګرو ملتونو د بیلابیلو برخو، په ځانګړي ډول د کډوالو په چارو کې د دغه سازمان د عالي کمشنری د همکاریو دوام یو ضرورت او جدي اړتیا ده».
وروسته، آغلې فتحیه عبدالله بهرنیو چارو وزیر ته د خپل باور لیک په وړاندې کولو سره، په بهر کې استوګن د افغانستان مهاجرینو په چارو کې خپلې تجربې ته اشاره وکړه او ټينګار ېې وکړ چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال به، مهاجرینو ، همدغه را راستنیدونکو او کورنیو بیځایه شویو لپاره د مرستې او همکاریو د جلبولو په لاره کې په ځغرده او غوڅې هلې ځلې وکړي.
پدې کتنه کې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د وروستیو فعالیتونو او همدغه راز د دغو بنسټونو او د افغانستان دولت د اړوند ادارو ترمنځ په ځانګړې ډول د بهرنیو چارو وزارت، د همغږی په هکله هم خبرې اترې وشوې.
1 1 دقیقه لوستل