ټولنه

دملي پيوستون اوولس پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې

_ کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
دملي پيوستون دپروګرام د اوولسو پروژو کار دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې  بشپړ او پرون   ګټې  اخيستنې ته وسپارل شوې.
په هغې  غونډه کې چې له  همدې امله   جوړه شوې وه دننګرهار والي ،دولايتي شورا رئيس  اوددولتي ادارو مسوولينو ګډون کړي وو.
دننګرهاروالي محمدګلاب منګل ددغو پروژو دپرانستلو په مراسمو کې وويل ددغو پروژو کار  دڅه دپاسه يوسلو شلو مليونو افغانيو په لګښت  چې له دې جملې څخه ديارلس پروژې يې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا دوزارت او څلور نورې پروژې دعامې روغتيا دوزارت له خوا بشپړې او داستفادې وړ وګرځيدې
ده  زياته کړه  ددغو پروژو ټول لګښت  ددولت  له بودجې څخه تامين شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته