امنیت

نهه طالبان په پکتيا کې وو‌ژل شول

 کابل د چنګاښ ٢٦ مه باختر
د پکتيا په څمکنيو او زرمت ولسواليو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې ٩ طالبان ووژل شول.
له ٢٠٣ تندر قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره شپه وسله والو طالبانو په څمکنيو او زرمت ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر سنګرونو بريدونه کړي دي.
سرچينه زياتوي چې په نښتو کې ٩ طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
ويل کېږي په نښتو کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته