امنیت

په زابل کې دطالبانو ديوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل .

کابل باختر د وږي ٦مه :
دطالبانو دډلې  يوجګپوړي قوماندان  په زابل کې  دپوځيانو په بريد کې  ووژل شو .
   په قوماندان  لايزر دار مشهور ملا عمران له خپلو څلورو افرادو سره دشاجوي ولسوالۍ دکاريز په ساحه کې  نن له غرمې وروسته   بريد وشو او ووژل شو.
   باختراژانس  دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو دخبرپاڼې له خولې خبرورکړ  چې طالبان په شاجوي کې  په ډار اچوونکوفعاليتونوبوخت و ، چې بريد پرې وشو . په خبرپاڼه کې ويل شوي دي  چې دپوځيانو په دې بريد کې  دطالبانو جګپوړي قوماندان  په  لايزر دارمشهور ملا عمران  او څلور تنه افراد يې ووژل شو .
ويل کېږي چې په دې بريد کې  پوځيانو اوملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته