ورزش

دپارا اولمپيک الف ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دپارااولمپيک دفوټبال الف ټيم نن دپارا اولمپيک بي ټيم ته ماتې ورکړه.
داولمپيک دملي کميټې دخپرونو مسوول منور شاه شهزاد باختر آژانس ته وويل : دپارا اولمپيک دفوټبال دالف او بي د ټيمونو ترمنځ يوه ورځنۍ لوبه نن په غازي لوبغالي کې دشهيد د اوونۍ په درناوي ترسره شوه چې پارا اولمپيک الف ټيم دڅلورو په وړاندې په شپږو سره دپارا اولمپيک دفوټبال بي ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته