ورزش

د ځغاستې ورزشکاران تهران ته لاړل

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
د اتلاتيک يا ځغاستې د څانګې ورزشکاران په ايران کې د فجر د لسيزې د سياليو په ٢٢ دوره کې د ګډون په مقصد نن له کابل څخه تهران ته روان شول.
د بدني روزنې او ورزش د رياست د خپرونو مسوول احسان نيرو د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د ايران په تهران ښارکې د پنځو ورځو لپاره ترسره کيږي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: له افغانستان څخه په دغو سياليوکې درې تنه ښځينه ورزشکارانې او شپږ تنه نارينه ورزشکاران ګډون کوي .
د يادونې وړ ده چې په دې سفرکې زموږ د هيواد له ورزشکارانو سره يو ښوونکى او يو دوه کسيز هيئت ملګرتيا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته