امنیت

د قندهار په ځانمرګی بريد کې ١٢پوځيان ټپيان شول

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
د قندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ١٢پوليسان په يو ځانمرګی بريد کې ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ يو ځانمرګی يرغلګر له چاودېدونکو توکو ډک هاموې د پوليسو د یوې پوستې پر وړاندې وچاوه.
د قندهار يو امنيتي مقام له باختر آژانس سره په اړيکه کې تائيد کړه چې په دې چاودنه کې١٢پوليسان ټپيان شوي دي.
چاودنه دومره زوروه وه چې د ارغنداب د اوسېدونکو څو کورونو ته زيان اړولى دى.
دغه راز په دې چاودنه کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه هم خبرونه خپاره شوي دي، خو تراوسه پوځي مقاماتو هغه نه دي تائيد کړي.
له دې مخکې خبر ورکړ شو چې دغه بريد پر کومانډوځواکونو شوى دى، خو پوځيانو دغه خبر رد کړ.
وسله والو طالبانو د دغه ځانمرګي بريد مسووليت ومانه او هم پوځيانو ته یې د سر دروند زيان د اړولو ادعا وکړه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته