(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د ننګرهار په مومندرې ولسوالی کې د حیواني خوراکې زېرمتون  جوړ شو

کابل، د وږي ۱۳مه، باختر

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دې ولایت د مومندرې ولسوالی په باسول کلي کې د  ۷ زره ډالرو په لګښت د مالدارانو د ستونزو د حل په پار د حیواني خوراکې زېرمتون (فیډ بینک) ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر محمد ضمیر بهسودي وویل، چې د حیواني خوراکې زېرمتون د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د ار.پي.ایس.اف  پروژې لخوا جوړ شوی، چې د دې حیواني خوراکې زېرمتون په جوړولو سره به د مومندرې کوچي او ځایي څارویو لرونکو  ته د حیواني خوراکې  په برخه کې آسانتیاوې برابرې او د دوی ستونزې به حل شي.

دغه راز  په یادو پیسو د حیواني خوراکې لپاره ودانۍ، ماشینري، د حیواني خوراکې اومه مواد او ګڼ نور وسایل واخیستل شول،  ترڅو مالدارانو ته ښه او غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

د دې مرستې موخه په دې ولسوالۍ کې د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا