روغتیا

سره صليب په هلمندکې درې زره شپږسوه تنو ته د بدن مصنوعي غړي جوړکړي دي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٥
په هلمندکې د سره صليب مسوولين وايي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د جګړو د زياتوالي له امله ٣٦٠٠ تنو ته يې د بدن مصنوعي غړي جوړي کړي دي.
په هلمند ولايت کې د سره صليب ولايتي رييس احمد باسل حلاق په يوې خبري غونډه کې وويل چې دغه دفتر د تيرو شپږو کلونو په بهيرکې دجګړې څه ناڅه شپږ زرو تنو ټپيانوته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي.
د ده د څرګندونو له مخې: سږکال په دغه ولايت کې جګړه ډيره زياته وه چې له همدې امله سره صليب ٣٦٠٠ تنو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي.
ده زياته کړه: که چيرې جګړې په همدې ډول دوام وکړي؛ د کال تر پاى پورې به دغه شمېر څو برابره زيات شي.
د ده د معلوماتو له مخې: د سره صليب دفتر د يو کال په بهيرکې له ١٣٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
ده وويل: په همدې موادکې د سره صليب کارکوونکو د جګړو له ډګرڅخه څه دپاسه ٢٠٠٠ ټپيان او ٥٠٠ مړي ليږدولي دي.
ده له ټولو ښکيلو ډلو څخه وغوښتل چې د جګړې په بهيرکې د سره صليب ټول اصول په پام کې ونيسي، ځکه دغه اصول تر اوسه پورې نه دي رعايت شوي.
د هلمند د والي مرستيال محمدجان رسوليار په دې غونډه کې وويل چې د سره صليب دفتر بايد خپل کارکوونکي په دغه ولايت کې زيات کړي.
ده زياته کړه: په لښکرګاه ښارکې يې ځمکه د سره صليب په واک کې ورکړې ده چې ځانګړې ودانۍ پکې جوړه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته