امنیت

په لغمان کې دوه تنه ښځې چې غوښتل يې نيشه يي توکي ننګرهار ولايت ته انتقال کړي ونيول شوې

کابل/ باختر/ د چنګاښ د مياشتې ١٢
د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول شفيع الله باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: تېره ورځ  دلغمان ولايت د امنيې قوماندنۍ د نيشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو له لوري د تالاشۍ پرمهال دوه تنه ښځې چې غوښتل يې (۱۵) کیلو او (۵۰۰) ګرامه نيشه يي توکي لغمان ولايت څخه ننګرهار ته انتقال کړي ونيول شوې.
نوموړی وايي له دغو ښځو څخه يوه يې د الينګار ولسوالۍ د سالاب درې اوسېدونکې ده او اوس مهال د اليشنګ ولسوالۍ پورې اړوندد شمشه خيلو په سيمه کې ژوندکوي له (۸) کيلو ګرامه تارياکو سره او بله يې د دولت شاه ولسوالۍ پورې اړوند دګړان سيمې اوسېدونکې له (۷) کيلو او (۵۰۰) ګرامه تارياکو سره چې په ډېره مهارانه ډول يې په ځانګړو واسکټونو کې ځای پرځای کړي و، د لغمان ولايت د نيشه توکو پروړاندې د مبارزې پوليسو له لوري ونيول شوې چې دا مهال ترې د اړوندو مسوولينو له لوري پوښتنې ګرويګنې روانې دي.
دی زياتوي چې د دغو تورنو کسانو د دوسيې د بشپړولو سره سم به څارنوالۍ ته وروپيژندل شي، څو قانون پلی او د نيشه يي توکو د قاچاق مخه ونيول شي.
اخوا د لغمان ولايت د امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد د نيشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو پر وخت اقدام ستاينه کوي او ترڅنګ يې دوی ته سپارښتنه کړې چې د نيشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه واخلي، څو د هر ډول نيشه يي توکو د قاچاق مخنيوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته