امنیت

د ننګرهار په چپرهارکې د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات پيل شول

کابل باختر دوږي  نولسمه :
په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه پوځي عمليات پيل شول.
دغه عمليات تېره شپه د ملي اردو، ملي پوليس او د ملي امنيت د پوځيانو په ګډون د چپرهار په ولسوالۍ هغه ځاى چې په دې وروستيوکې د ډار اچوونکو ډلو د فعاليتونو ډګر و، ترسره شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتوکې هلې ځلې کيږي چې د ډار اچوونکو ټغر تول او د پرمختيايي  پروژو او د انتخاباتو د ترسره کولو زمينه برابره شي .
په دې وروستيوکې  چپرهار، د طالبانو او داعش د ډلو له خوا د څو ډار اچوونکو بريدونو ډګر و .
  په همدې حال کې د چپرهار اوسيدونکي په خپلو سيموکې د ډار اچوونکو پرخلاف د عملياتو د پيل  هر کلى وکړ .
دوى له دولت څخه وغوښتل چې د ډار اچوونکو ډلو له شتون څخه د چپرهار له پاکولو ورسته، حکومت دې په دې ولسوالۍ کې امنيتي پوستې جوړې کړي چې چپرهار ته د طالبانو او داعشيانو بېرته راتګ شتون ونه لري .
  ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته