-کابل/دزمري ٦مه /باختر :
د افغانستان په ختيځ لغمان کې د پاکستاني چاوديدونکو توکو يوه انډۍ کشف شوه.
دغه توکي نن سهار په داسې حال کې چې له دولت ابادولسوالۍڅخه د لغمان مرکز مهترلام ښار ته لېږدول کېدل، د ملي اردو د ځانګړو سرتيرو په عملياتوکې کشف شو.
پوځيان وايي ټاکل شوې وه دغه پاکستاني چاوديدونکي توکي په مهترلام کې ډاراچوونکو په واک کې ورکړى شي. .
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو وايي چې له دغې انډۍ څخه په زرګونو کيلوګرام چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
د دغې چاوديدونکي توکي انډۍ د لېږدولو په تور يوسړى نيول شوى دى .
تراوسه پورې نه ده څرګنده شوې چې دغه چاوديدونکي توکي په کومې ډاراچوونکي ډلې پورې اړوند و .
طالبان او نور ډاراچوونکي ډلې دغه چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه ترلاسه کوي او بمونه، ماينونه ، ځانمرګي واسکټونه ترې جوړوي اوپه افغانستان کې په مرګانيوبرېدونوکې استفاده کوي .
ختم_شکريه _اکرم
1 1 دقیقه لوستل